له جرمني د هغو افغان کډوالو د ايستلو غوښتنه شوې چې د اوړي په رخصتۍ کې افغانستان ته ځي

د جرمني بيرغ

د کډوالو لپاره د جرمني د حکومت کمېشنر له‌دې هېواده د هغو افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې چې د دوبي د رخصتیو لپاره افغانستان ته ځي.

یوواخیم سټامپ دا څرګندونې د هغه تازه راپور په غبرګون کې کړي چې وايي، په جرمني کې دېره زرګونه افغان پناه غوښتونکي د دوبي رخصتۍ په افغانستان کې تېروي.

ښاغلي سټامپ وویل، جرمني باید نړیوالې وګړپالنې ته ژمن وي خو د هغه په وینا دا هېواد احمق هم نه‌دی.

دا راپور د یوروپین کانزروتیف په نوم وېب‌پاڼې پرون (د زمري په ۲۶مه) د جرمني د RTL ټلوېزیون په حواله خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې، دا رسوایي د مهاجرینو د مخالفو ګوندونو هغه استدلال پیاوړی کوي چې وايي، ډېری کډوال د جرمني د مهاجرت له سیسټم څخه ناوړه استفاده کوي او یوازې په ګټو پسې لوېدیځې اروپا ته ځي.

په جرمني کې دېره یو شمېر افغان کډوالو په راپور کې تایید کړې ده چې د جرمني د آبي پاسپورت په مرسته افغانستان ته تللي وو.

جرمني چارواکي آبي پاسپورټونه هغو افغان کډوالو ته ورکوي چې د هویت بل سند نه‌لري.

د چارواکو په وینا تر اوسه شاوخوا شپېته زره افغان کډوالو دا ډول پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.

په اروپا کې د افغان کډوالو ډېره برخه په جرمني کې دېره دي.