په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې مشر محمدمراد امانوف د دې پروژې د چارو د پرمختګ لپاره د طالبانو له حکومت څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.
د اذربایجان ټرېنډ خبري اژانس چې د منځنۍ اسیا او قفقاز اړوند خبرونه خپروي پرون (د زمري ۲۶مه) راپور ورکړ چې، ښاغلي امانوف دا څرګندونې په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر حجه اوزوف سره یوځای د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې په یوه کتنه کې کړې دي.
د راپور لهمخې ښاغلي متقي پهدې کتنه کې ویلي دي چې، د ټاپي د چارو پرمختګ د دوی د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
د ټرینډ راپور د ښاغلي امانوف له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي، د ټاپي د نل لیکې د رغونې چارې د ترکمنستان له لوري د افغانستان تر سرحده پورې رسېدلې دي او د افغانستان په قلمرو کې د دې پروژې د پیل لپاره تیارۍ نیول شوې دي.
د ټاپي لویه نل لیکه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي.
د دې پروژې د رغونې چارې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې پیل شوې.