شپږیزه؛ امو لوبډلې په روانو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

له ارشيفه د شپږيزو سياليو يو انځور

د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ د نهم پړاو په ۷مې سیالۍ کې امو نهنګانو د ۶ وېکټو په توپیر بُست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې نن جمعه د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شوې وه، بُست لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه او د ۱۴۶ منډو هدف یې وټاکه.

د ساتونکو په توپوهونکو کې اعجازاحمدزي ۳۷ او دروېش رسولي ۳۶ منډې وکړې.

د امو په توپ اچونکو کې بیا شرف‌الدین اشرف ۲ او ذبید اکبري یوه وېکټ واخیسته.

نهنګانو ورکړل شوی هدف د ۴ وېکټو په تاوان په ۱۷م اور کې پوره کړ او په‌دې سره یې تر دوو ماتو وروسته په روان ټورنمنټ کې لومړۍ سیالي وګټله.

یادې لوبډلې ته عبدالمالک ۶۲ او شرف‌الدین ۳۵ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د ویلو ده چې په‌دې سیالۍ کې د امو لوبډلې مشري عظمت‌الله عمرزي کوله.

د ورځې دویمه سیالي د مس عینک اتلانو او بندا میر ښامارانو ترمنځ پیل شوې ده.