کاناډا: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پناه ځای بدل شوی

د داعش ډلې بيرغ

د کاناډا حکومت په یوه بیان کې ویلي چې، افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پناه ځای بدل شوی دی.

دا بیان د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي، د نړیوالو پراختیایي چارو وزیر اعزاز احمد حسین او د مهاجرت او تابعیت وزیر مارک میلر له‌خوا پرون د طالبانو د بیا واکمنۍ د درېیم کال په مناسبت خپور شو.

په بیان کې د نجونو د زده‌کړو د مخنیوي او د بشري حقونو د نقض په ګډون یو شمېر نورو موضوعاتو ته هم اشاره شوې ده.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ونیوه، کاناډا تر اوسه څه باندې ۵۳ زره افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.