په پېښور کې د پولیسو د ګزمې پر موټر چاودنه شوې ده

له ارشيفه پاکستان کې د يوې چاودنې انځور

د پېښور د ورسک سیمې د پولیسو مشر ارشد خان وویل، د ورسک د مېچنۍ تاڼې په سیمه کې دې چاودنې له امله نن دوه پولیس او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

د ارشد خان په وینا د دې پېښې په تړاو شپږ- اووه تنه تورن کسان نیول شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه‌دی منلی، خو پر پاکستاني پوليسو د ډېری بريدونو مسووليت تر دې مخکې ټي‌ټي‌پي يا تحريک طالبان پاکستان وسله‌والې ډلې پر غاړه اخيستی دی.