د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی شپږ ویشت کلن عبدالکریم بدخشي نن شپه له خپل تاجکستاني سیال ایتالله مومنوف سره سیالي کوي.
دا مسابقه د "اې سي اې" سازمان په کوربهتوب په ماسکو کې ترسره کېږي.
عبدالکریم بدخشي شپږ ویشت کلن دی او سیال یې مومنوف درویشت کاله عمر لري چې تر اوسه یې دولس سیالۍ ګټلې دي او څلور یې بایللي دي.
ښاغلی بدخشي تر دې مخکې هم د سيمې او نړۍ له بېلابېلو لوبغاړو سره مخامخ شوی دی.