د طالبانو حکومت د حميدجلال د وژلو په تور د څو تنو د نيول کېدو خبر ورکړی

انځور - ارشيف

طالبان وایي چې، دوی څو تنه د کابل پوهنتون د محصل حمید جلال د وژلو په تور نیولي دي.

د راپورونو له‌مخې حمید جلال د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې وروسته له هغه په ډزو ووژل شو چې د طالبانو له یوه موټر څخه یې خپل موټر وړاندې تېر کړ.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه ( پخواني ټویټر) کې نن لیکلي دي چې، د حمید جلال د وژلو د پېښې عاملان یې نیولي دي چې له تحقیقاتو وروسته به د نورو څېړنو لپاره نظامي محکمې ته وسپارل شي.

په تېرو درې کلونو کې څو ځله په کابل کې طالبانو د حمید جلال د پېښې په څېر ورته په یوشمېر ملکیانو ډزې کړې دي چې یا ټپيان شوې یا وژل شوي دي.