خيبرپښتونخوا کې د بيزو تڼاکې درې مثبتې پېښې ثبت شوي

ارشيف

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت روغتیا ریاست نن وویل چې په پاکستان کې د امپاکس یا د بیزو د تڼاکې/ چیچک درې مثبې پېښې ثبت شوې دي.

دغه ناروغي چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي په دغو درېیو کسانو کې له متحده عرب اماراتو له ستنېدو سره سم تشخیص شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په خلکو کې د امپاکس یا منکي پاکس ساري ناروغۍ د یوې نوې بڼې خپرېدل په نړیواله سطحه د اندېښنې موضوع او اضطراري بللي دي.

پاکستان چې مخکې هم د امپاکس مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې وې، خو سم د لاسه معلومه نه وه، چې کومه بڼه یې خپره شوې ده.

تر دې مخکې په سویډن کې د دې ناروغۍ د یوې مثبتې پېښې خبر ورکړل شوی و.

د بیزو تڼاکه یوه خپرېدونکې ویروسي ناروغي ده، چې پرې اخته کسان د والګي په څېر ستونزې پيدا کوي او ورو- ورو یې پر بدن تڼاکې او سوروالی پيدا کېږي چې سوی او درد هم لري.