سويډن کې د بيزو تڼاکې د نوې بڼې د ثبتېدو خبر ورکړل شوی

د بيزو تڼاکې يو ناروغ، انځور - ارشيف

په سویډن کې روغتیايي چارواکو پرون په یوه کس کې، د بیزو د چیچک یا تڼاکې یا منکي پاکس (mpox) د لا ساري بڼې د لومړۍ مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکړ.

دغه ناروغي چې امپاکس یې هم بولي، لومړی د کانګو جمهوریت په ختیځ کې لیدل شوې وه، چې تر هغې یوه ورځ وروسته د روغتیا نړیوال سازمان هلته او د افریقا په نورو برخو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا ښايي د نړۍ په سطحه یو اضطراري حالت وي.

د سویډن د عامې روغتیا سازمان ویلي، یو وګړی یې افریقا ته د سفر پر مهال په دې ناروغۍ اخته شوی، چې هلته د بیزو د چیچک یا امپاکس پېښې زیاتې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپا کې د دې ساري ناروغۍ د واردو شویو پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی، چې ښايي دا نوې بڼه یې ډېره خطرناکه وي.

د بیزو تڼاکه یوه خپرېدونکې ویروسي ناروغي ده، چې پرې اخته کسان والګي ډول په څېر ستونزې پيدا کوي او ورو- ورو یې پر بدن تڼاکې او سور والی پيدا کېږي چې سوی او درد هم لري.