اروپايي ټولنه: سربيا د اروپايي ټولنې د يوځای کېدو له پروسې سره اړخ نه لګوي

د اروپايي ټولنې بيرغ

اروپايي ټولنه وايي سربیا، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال له مسکو سره خپلې اړیکې ساتلي، د اروپايي ټولنې له ارزښتونو او له‌دې ټولنې سره د یوځای کېدو له پروسې سره اړخ نه لګوي.

اروپايي ټولنې د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې پرون پنج‌شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، اروپايي ټولنه له خپلو شریکانو سره واضح دریځ لري، کله چې روسیې د اوکراین په وړاندې غیرموجه تهاجم پیل کړ، له روسیې سره اړیکې د معمول په څېر کاروباري اړیکې نه پاتې کېږي.

اروپايي ټولنې دا هم ویلي چې دغه ټولنه پر ټولو هغو هېوادونو د باور وړ اروپايي شریکانو په څېر حساب کوي، چې له‌دې ټولنې سره یوځای کېدو ته کاندیدان دي، څو عمومي اصولو، ارزښتونو، امن او سوکالۍ ته ژمن وي.

دا په داسې حال کې چې روانه اوونۍ د سربیا د صدراعظم مرستیال الکساندر ولین (Aleksandar Vulin) په مسکو کې د کرملین له چارواکو سره وکتل او له روسیې سره د استخباراتي همکارۍ ادعا یې وکړه.