يونان د يوې "جنايتکاره" ډلې د غړيتوب په تور د اته کسانو د نيولو خبر ورکړی

د يونان د پوليسو موټر

د یونان پولیس وايي د یونان او اسرايیل تحقیق کوونکو ۸ کسان د یوې جنایتکارې ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي.

پولیسو پرون پنج‌شنبه ویلي، دغې ډلې غوښتل چې له اروپا څخه مخدره مواد اسرايیل ته ولېږدوي.

د پولیسو د معلوماتو له‌مخې، په نیول شویو کسانو کې د اوکراین او اسرايیل وګړي شامل دي.

له دغو کسانو د ۲ اعشاریه ۷۵ ميلیون ډالرو په ارزښت ډول- ډول مخدره مواد هم نیول شوي دي.

د جنایتکارې ډلې دغه مشکوک غړي د چهارشنبې په ورځ د یونان مرکزي بندري ښار ولوس ته نږدې نیول شوي دي.

پولیسو د نیول شویو نشه‌يي موادو ویډیو هم خپره کړې او وايي دغه مواد په دوو کورولا ډوله موټرو کې یونان ته قاچاق شوي دي.

د پولیسو په وینا ټاکل شوې وه دغه مواد اوکراینیانو او اسرايیليانو ته وسپارل شي او بیا له یونانه اسرايیل ته قاچاق شي