ملګروملتونو بحرين کې د بنديانو د حقونو د خونديتوب غوښتنه کړې

د ملګروملتونو بيرغ

د ملګروملتونو د بشري حقونو درېیو خپلواکو متخصصانو پرون د بحرین له چارواکو د بندیانو د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي، چې د بحرین په جنوب کې د جاو په نوم زندان د مجازاتوونکي ناوړه وضعیت په اړه ادعاوې وشوې.

د ملګروملتونو دغو متخصصانو ویلي، داسې اندېښمنوونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي، چې ښېي په دغه زندان کې بندیانو ته په روغتیايي لحاظ پام نه کېږي، په منظم ډول خواړه او د څښاک اوبه نه ورکول کېږي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د بحرین له چارواکو غواړي چې په جاو زندان کې د هر بندي خوندیتوب، روغتیايي او د نظافت د وضعیت تضمین وکړي.

دوی ویلي دغه ادعاوې له مارچ میاشتې راهیسې روانې دي او چارواکي په‌دې اړه د بندیانو له کورنیو سره له تماس وروسته د بدلون په راوستلو کې پاتې راغلي دي.

د ملګروملتونو د دغو متخصصانو په وینا چارواکو ایرکنډېشنونه په داسې حال کې بند کړي، چې د هوا ګرمي ۵۰ سانټي ګراډو ته رسېدلې ده.