ملګري ملتونه: د طالبانو محدوديتونو نجونې او ښځې ډېرې زيانګالې کړي

ارشيف

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه دوی ډېرې زیانګالي کړي او بشري مرستو ته نورې هم اړ ایستلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ د اسیا پسفیک څانګې پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې افغان نجونې او ښځې نور ملاتړ ته اړتیا لري.

د دغه بنسټ په خبره، په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن او د اندېښنې وړ دی.

طالبانو درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړې او وروسته یې د دوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

طالبانو دغه راز په زیاتو دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو موسسو او د ملګرو ملتونو په بنسټونو کې د ښځو کار منع کړی او په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.