طالبانو د ازبکستان او اذربايجان له چارواکو سره د يوې سوداګريزې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی

د طالبانو بيرغ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ازبکستان او اذربایجان له چارواکو سره د درې اړخیزې غونډې خبر ورکړ.

دغه وزارت پرون پر خپله ایکس‌¬پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست نورالدین عزیزي په کوربه‌توب دا غونډه، د ازبکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د وزیر لذیذ قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په ګډون پرون پنج‌شنبه په کابل کې وشوه.

وړاندې لیکل شوي، چې په‌دې درې اړخیزه غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونې دغه راز د ټرانسپورټي او لوژستیکي همکاریو پر پراختیا او نورو موضوعاتو بحث وشو.

که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیا ټینګولو درې کاله پوره شول، خو د ازبکستان او اذربایجان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

خو ازبکستان او اذربایجان له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دي، چې له طالبانو سره تعامل لري.