پاکستاني لوري د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو خبر ورکړ

د تورخم دروازې یوه څنډه

پاکستانی لوری د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو خبر ورکوي.

په تورخم کې د ګمرکي چارو چارواکي عدنان خان د اګست پر ۱۵مه د ازادی راډيو مشال څانګې ته وویل چې د پېښور له وخت سره سم سهار شاوخوا ۱۰ نیمې بجې په مالونو بار لارۍ په تورخم واوښتې.

هغه زیاتوي چې یوازې هغو مال لېږدوونکو موټرو ته اجازه ورکوي چې د تګ راتګ لنډمهالي یا عارضي اسناد لري.

د تورخم لاره د اګست پر ۱۲مه د تورخم په ګورکي سیمه کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي وو چې په سیمه کې د ولسي وګړو پر کورونو د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې نښتې هغه وخت پیل شوې وه چې افغان طالبانو په دې سیمه کې یوه پوسته جوړوله او ځواکونو یې مخه نیوله.

د دوی په خبره، په دې نښتو کې د پاکستاني ملېشو درې غړي ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونه په تورخم کې نښتې کوي بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې چې دواړو غاړو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.