د غزې د اوربند په تړاو په پلازمېنه دوحه کې یوه مهمه غونډه جوړېږي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور

ټاکل شوې د غزې د اوربند په تړاو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه مهمه غونډه جوړه شي.

د جرمني خبري اژانس لیکلي چې په نننۍ غونډه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي‌آی‌اې مشر ویلیم بورنز، د قطر صدر اعظم محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني او د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل ګډون کوي.

خبر کې راغلي چې د اسراییل له لوري به د موساد د بهرنیو استخباراتو د څانګې مشر ډیویډ بارنیا ګډون وکړي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني، ویلي چې دغو خبرو کې برخه نه اخلي.

په غزه کې له څه باندې لسو میاشتو راهیسې د اسراییلو او حماس جګړه روانه ده چې دروند زیان یې ملکیانو ته رسېدلی دی.

جګړه کې د اوربند او د اسراییلي برمته شویو د خلاصون لپاره په ځلونو ورته غونډې شوي، خو تر ډېره بې پایلې پاته دي.