ملګري ملتونه: طالبانو ۱.۴ میلیونه نجونې له ښوونځیو راګرځولي

ارشیف: په فراه کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، طالبانو یو اعشاریه څلور میلیونه نجونې له ښوونځیو راګرځولي دي.

اسوشېټېدپرېس خبري اژانس نن پنجشنبه د یونسکو په حواله ویلي چې یو کال وړاندې دا شمېر یوولس لکه و، خو درې لکه نورې نجونې په یوه کال کې پرې اضافه شوي دي.

دا درې لکه هغه نجونې دي چې د یونسکو په وینا، تېر یوه کال کې يې عمرونه دولسو کلونو یا ۷م ټولګي ته رسېدلي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د واکمنۍ په دویم کال کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

په کور دننه افغانانو، نړیوالو ادارو او ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي، خو طالبانو دا کار په شرایطو پورې اړوند بللی دی.

یونسکو دغه راپور نن داسې مهال خپور کړی چې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو ټیک درې کاله پوره شول.