مقاومت جبهې په کابل کې د درېیو وسله‌والو طالبانو د وژلو او دوو نورو د ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو ضد وسله‌والې ډلې د افغانستان ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دوی د وسله‌والو په برید کې دری طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپيان دي.

مقاومت جبهې دا خبره په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې چهارشنبه ناوخته لیکلې ده.

د دې جبهې په خبره د دوی کسانو د شپې شاوخوا اته نیمې د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند بختیاران کلي په سیمه کې د طالبانو یوه پوسته هدف وګرځوله.

د طالبانو حکومت لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا نه شي تاییدولی.

د کابل د دارالامان د سیمې یو شمېر اوسېدونکو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې دوی د شپې ناوخته د یوې چاودنې غږ اورېدلی دی.

د هغوی په خبره، تر دې چاودنې وروسته د سیمې برښنا هم تللې ده.