پاټېل: طالبان له نړیوالې ټولنې سره له هر ډول تعامل مخکې باید د بشري حقونو مخینه جوړه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل وایي، هېواد یې له خپلو متحدانو سره په همغږۍ له طالبانو غواړي چې له نړیوالې ټولنې سره له هر ډول تعامل مخکې باید د بشري حقونو مخینه جوړه کړي.

پاټېل دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړې.

خبریالانو په دې غونډه کې له پاټیل څخه د امریکایي وسلو او تجهیزاتو په وسیله د طالبانو د پوځي رژې په اړه وپوښتل، خو نوموړي په ځواب کې وویل، دغه ویډیو یې لا نه ده کتلې او ټینګار یې وکړ چې د امریکا په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت تراوسه په رسمیت نه پېژني.

طالبانو پرون چهارشنبه د بګرام په هوایي اډه کې واک ته د بیا رسېدو د دریمې کلیزې په مراسمو کې پوځي رژه یا ننداره ترسره کړه.

بګرام د تېر جمهوري نظام پر مهال د امریکایي او نړیوالو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه وه.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځلسمه د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته واک ته ورسېدل.