زیلینسکي: اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک کې په پرله‌پسې توګه پرمختګ کوي  

د اوکراین ولسمشرولادیمیر زیلینسکي

زیلینسکي وايي، اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کې په پرله‌پسې توګه پرمختګ کوي.

د اوکراین ولسمشرولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کییف ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکړی او دوی د ورځې له پیل راهیسې په بېلابېلو لورو کې له یو څخه تر دوه کیلومتره وړاندې تللي دي.

په یوه ویډیو کې چې د هغه په ټیلیګرام اکونټ کې خپره شوې، زیلینسکي د خپل لوړ پوړي قوماندان اولیکساندر سیرسکي سره څرګندونې کوي.

نوموړي په دې ویډیو کې ویلي چې اوکرایني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د پولې څخه د تېري پر مهال ۱۰۰ روسي جنګي بندیان نیولي دي.