عباس له پوتین سره تر کتنې وروسته اردوغان سره ګوري

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس

تمه ده چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس نن چهارشنبه د اسد ۲۴مه په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په غزه کې د لس میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند لپاره هڅې روانې دي او اسراییل د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له‌خوا د احتمالي بریدونو لپاره تیاری نیسي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې له‌خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

ټاکل شوې چې محمود عباس او رجب طیب اردوغان به نن ماښام دا کتنه وکړي.

تر دې مخکې، محمود عباس په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او دواړو چارواکو د منځني ختیځ پر پرمختګونو خبرې کړې دي.