د طالبانو حکومت نن د خپل بري درېيمه کليزه نمانځي

له ارشيفه د يو شمېر طالب مشرانو انځور

د طالبانو د سرپرست حکومت درېیمه کلیزه به نن چهارشنبه (د اسد ۲۴) په کلکو امنیتي تدابیرو سره ونمانځل شي.

د بګرام پوځي اډه چې یو وخت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مرکز و، نن د دې ورځې په مناسبت په همدې پوځي اډه کې د طالبانو له‌خوا پوځي پرېډ ترسره شو.

طالبانو نن په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده او د اسد ٢٤مه يې خپله د بري او په افغانستان کې د امریکايي اشغال د ختمېدو ورځ نومولې ده.

په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک د طالبانو د حکومت له بیرغونو سره راټول شوي.

خو د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبان دوی دې ته اړ باسي چې دغه ورځ ونمانځي، خپل بیرغونه په خلکو ویشي او له دوی څخه غواړي چې په جشن کې برخه واخلي.

له نن څخه درې کاله وړاندې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد میاشتې په څلورویشتمه نېټه، د افغانستان د پخواني جمهوریت په ړنګېدو سره طالبان بیاځلي واک ته ورسېدل.