متقي: د ټاپي پروژې عملي چارې دې ژر پيل شي

انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون سه‌شنبه په کابل کې د ټاپي پروژې د کمپنۍ له مشر محمد مراد امانوف سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د دې پروژې عملي چارې به ژر په افغانستان کې پيل شي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې ليکلي، چې ښاغلي متقي ترکمنستاني لوري ته په ډاګه کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌لیکې غځول د دوی په لومړیتوبونو کې دي او د افغانستان بېلابېلو ادارو اړوندې چارې يې بشپړې کړې دي.

د بیان له مخې، د ټاپي کمپنۍ مشر ښاغلي امانوف ډاډ ورکړ چې ترکمنستان به چې د دې پروژې چارې یې په خپله خاوره کې بشپړې کړي، د افغانستان په خاوره کې د نل‌لیکې غځولو لپاره هم تیارۍ بشپړوي او عملي چارې به یې ژر پیل شي.

د ټاپي نل‌لیکه چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په جوړېدو سره به يې له ترکمنستانه، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز ولېږدول شي.

د دې پروژې د رغونې چارې د ۲۰۱۵م کال په وروستیو کې په ترکمنستان کې پیل شوې، خو په افغانستان کې یې کارونه د ۲۰۱۸م کال په فبروري کې درېدلي چې بیا تر اوسه نه ‌دي پیل شوي.

د ټاپي پروژې ۷۷۴ کیلومتره نل ‌لیکه د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي.