اوکرايني ځواکونو کورسک سيمه کې د پرمختګ خبر ورکړی

د جګړې کرښه

د اوکراین د پوځ عمومي قوماندان وايي، ځواکونو یې د روسیې په کورسک سیمه کې د ۷۴ ښارګیو کنټرول ترلاسه کړی او پرمختګ ته دوام ورکوي.

جنرال الکساندر سیرسکي پرون (سه‌شنبې د اګست په ۱۳ مه) د ویډیو لینک له لارې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي ته معلومات ورکړل او ویې ویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پوځ په مختلفو خواو کې تر ۳ کیلومترو پورې پرمختګ کړی او په روسیه کې یې ۴۰ کیلومتره مربع ځمکه نیولې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا پرون وویل، هغه د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل ته په کورسک سیمه کې د اوکراین د عملیاتو په اړه معلومات ورکړي دي.

اوکرایني ځواکونو د اګست په شپږمه د روسیې په کورسک سیمه کې ناڅاپي برید وکړ او شاوخوا ۱۰ کیلومتره مربع ځمکه یې ونیوله.

خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیورهي تیخي پرون وویل، اوکراین د کورسک سیمې نیولو ته لېوالتیا نه‌لري.