ټاکل شوې ده چې د نیوزیلنډ لوبډله راتلونکې میاشت له افغانستان سره په یوه ټېسټ او له سریلانکا سره په دوو لوبلړیو کې مخامخ شي.
د کرکټ د نړیوالې شورا یا ایسيسي د وېبپاڼې د راپور لهمخې، د نیوزیلنډ د لوبډلې اکثره لوبغاړي هماغه کسان دي، چې د سږ کال په لومړیو کې یې د استرالیا په وړاندې لوبولي وو.
خو تجربه کار لوبغاړی (ټیم ساوتي) ته یې یو وار بیا کیپتاني سپارلې ده.
د افغانستان او نیوزیلنډ ټېست لوبه به د سپټمبر په نهمه د افغانستان په کوربهتوب د هند په نویدا لوبغالي کې پیل شي.
وروسته به د نیوزیلنډ ټیم د سپټمبر په اتلسمه سریلانکا ته لاړ شي.
د افغانستان لوبډلې په وروستي شل اوره نړیوال جام کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې وه.