ايران کې يو کس د شپږو افغانانو په ګډون د لس کسانو د وژنې په تور اعدام شو

ارشيف

د ایران د کرمان ولایت د قضایي ادارې رييس ابراهیم حمیدي پرون (سه‌شنبې) وویل، یو کس د رفسنجان په محبس کې د شپږو افغانانو په ګډون د ۱۰ کسانو د وژنې په تور اعدام شو.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه کس په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د رفسجان په نوق سیمه کې لس کسان وژلي دي.

د کرمان ولایت د قضايي ادارې مشر وویل: "په قضیه کې تورن د اسد اباد په کلي کې د تېښتې پر مهال ځان ته د زیان رسولو هڅه کړې وه، مګر پولیس په موقع ور ورسېدل او هغه یې له نیولو وروسته د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته ولېږداوه."

ایراني رسنیو د دغه سړي هویت نه‌‌دی څرګند کړی، خو لیکلي یې دي چې هغه د سه‌شنبې په سهار د قصدي قتلونو په جرم د سړې وسلې په وسیله اعدام شو.