د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، ۲۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان پر بشري مرستو متکي دي.
اوچا پرون (سهشنبې) پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲ میلیونه او ۴۰۰ زره یې د خوړو مصؤنیت نهلري.
اوچا همداراز ویلي چې، په افغانستان کې اقتصادي فقر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیات شوی.
اوچا زیاتوي په روان ۲۰۲۴ کال کې یې د افغانستان لپاره د ۳ میلیارد ډالره بوديجې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلننه ورکړل شوې ده.