طالب وياندويانو ته ملا هبت‌الله اخندزاده نوي اصول اعلان کړل

انځور - ارشيف

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په یو نوي فرمان کې د طالبانو د حکومت وياندویانو ته د معلوماتو د شریکولو په برخه کې نوي اصول اعلان کړې دي.

په‌دې فرمان کې چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د درېیم کال د پوره کېدو په درشل کې په رسمي جریده کې د خپرېدو لپاره صادر شوی او یوه کاپي یې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې ویل شوي، "د اسلامي امارت ویاند" به یوازې هغه اعلامیې خپروي، چې د طالبانو د رهبرۍ له لوري صادریږي او په هغه سیاسي او ټولنیزو مسایلو کې به چې د طالبانو دریځ په‌کې روښانه نه وي د نظر له څرګندولو ډډه کوي.

په‌دې فرمان کې دا هم راغلي چې د "اسلامي امارت ویاند" مکلف دی چې په رسنیو کې د طالبانو د حکومت موخې اهداف، پالیسۍ، فعالیتونه او لاسته‌راوړنې خپرې کړي.

د فرمان په بله برخه کې راغلي، د وزارتونو د ویاندویانو فعالیت یوازې د دغو بنسټونو په کار پورې محدود دی او دوی باید د اعلامیې له خپرولو مخکې د وزارت له مسوول څخه اجازه واخلي.

په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو بېرته واک ته له ستنېدو سره په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو ټولنه محدودیتونو او فشارونو سره مخ ده، خو داسې ښکاري چې دغه نوی فرمان به اطلاعاتو ته لاس‌رسی نور هم محدود کړي.