پاکستاني لوري د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو خبر ورکړی

د تورخم دروازې یوه څنډه

پاکستانی لوری د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو خبر ورکوي.

په تورخم کې د پاکستان د ایالتي تحقیقاتي ادارې مرستیال یاسر خان مشال راډیو ته ویلي چې دوی ته نن سهار د تورخم دروازې د بېرته پرانیستلو امر وشو چې پر اساس یې دوی خپل دفترونه خلاص کړي او پر دروازه به د مسافرو تګ راتګ ډېر ژر پیل شي.

په تورخم کې یوه امنیتي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د پاکستان او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د خبرو په پایله کې دا پرېکړه وشوه او دغه راز موافقه وشوه چې پر دې دروازې د د دواړو لورو د هر ډول تعمیراتو له جوړولو مخکې به یوبل ته خبر ورکول کېږي.

د تورخم دروازه پرون وروسته له هغې وتړل شوه چې په غورکي سیمه د دواړو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په سیمه کې د ولسي وګړو پر کورونو د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې نښته هغه وخت پیل شوه چې افغان طالبانو په دې سیمه کې یوه پوسته جوړوله او ځواکونو یې مخه نیوله.

د دوی په خبره، په دې نښتو کې د پاکستاني ملېشو درې غړي ټپیان شوي دي.