په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکوي، د څنګلورې بیلګورود د سیمې یوه ولسوالۍ یې نژدې په بشپړه توګه له اوسېدونکي خالي شوې ده.
د سیمې والي ویچیسلاو ګلادکوف نن سې شنبې سهار وختي پر ټیلیګرام چینل په یوه بیان کې لیکلي چې له یولس زره زیاتو کسانو چې دا د کراسنویاروژ د ولسوالۍ نژدې ټول نفوس دی، سیمه تخلیه کړې ده.
د هغه په خبره، شاوخوا زر کسان په موقتي سرپناوو کې ځای پرځای شوي دي.
ویل کېږي له جګړو مخکې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو شمېر شاوخوا ۱۴ زره کسانو ته رسېده.
دا په داسې حال کې چې اوکرایني ځواکونه د بیلګورود په ګاونډ کورسک سیمه کې پرمختګ ته دوام ورکوي.
په هغه ویډیو کې چې اوکرایني ځواکونو پرون د اګست په دولسمه خپره کړې، پهکې ښکاري چې دوی د کورسک په مرکز سودژا کې ګرځي راګرځي.
د دغې ویډیو دقیقه نېټه نهده څرګنده، خو پهکې د اوکرایني پوځیانو خبرې اورېدل کېږي چې وایي دوی تراوسه له روسي ځواکونو سره نهدي مخامخ شوي.
اوکرایني ځواکونو د اګست په شپږمه پر دې سیمې یرغل وکړ.