د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د ۱۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ

ارشیف: په افغانستان کې د پولیو واکسین له کمپاینه یو انځور

په داسې حال کې چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکولو کمپاین دوام لري، د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" د روان میلادي کال له پیل راهیسې په دې هېواد کې د پولیو د ۱۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې په تېرو دوو اوونیو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د دې سازمان په وینا، په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین د روان کمپاین په ترڅ کې چې له شنبې راهیسې پیل شوی، په پام کې ده چې څه کم دوه نیم میلیونه ماشومان واکسین شي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه په پاکستان کې هم د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د ۱۴ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج کړي او ان د مړینې سبب یې شي.