بلېنکن له عراقي او ترکي چارواکو سره د کړکېچ مخنیوي او د غزې اوربند په تړاو خبرې کړي

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د عراق له صدراعظم او د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي او په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیان پر اساس بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په خبرو کې د راروانې پنجشنبې په ورځ د سولې په خبرو کې د حماس افراطي ډلې په حضور باندې ټینګار کړی دی.

حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي ویلي دي، د اوربند په هغو خبرو کې به ګډون ونه کړي چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په دوحه یا قاهره کې ترسره شي.

ترکیه د حماس د افراطي ډلې له مشرانو سره ښې اړیکې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن بیا د عراق له صدراعظم محمد شیعه السوداني سره په خبرو کې په ایران پورې تړلو ملېشو د بریدونو پر وړاندې د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د خوندیتوب په برخه کې د عراق د مسوولیت په اهمیت ټینګار کړی.