د طالب او پاکستانیو ځواکونو نښته؛ يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي

ارشیف: په تورخم کې د طالب او پاکستانیو ځواکونو د یوې مخکېنۍ نښتې انځور

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، پرون د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې چې د ملکیانو کورونه یې هدف وګرځول یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

دا خبره د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع بېګا ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

هغه په خپل بیان کې وړاندې لیکلي چې پرون غرمه مهال پاکستاني پوځیانو په غورکي سیمه کې په افغان لوري ډزې وکړې چې دوی یې هم متقابل ځواب ورکړ.

قانع ویلي، د دوی ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې دفاع کوي.

د لومړنیو راپورونو له مخې، نښته وروسته له دې وشوه چې پاکستاني ځواکونو تورخم ته څېرمه په غورکي سیمه کې پوستې جوړولې، خو طالب ځواکونو یې مخالفت وکړ.