په کوچنیو کښتیو کې له ۷۰۰ ډېر غیرقانوني کډوال بریتانیا ته ننوتي

ارشیف: د فرانسې په اوبو کې دغه کډوال هڅه کوي څو د انګلیسي کانال له لارې بریتانیا ته ننوځي.

د فرانسې رسنیو پرون دوشنبې خبر ورکړ چې د یکشنبې په ورځ له ۷۰۰ څخه زیات غیرقانوني کډوال په کوچنیو کښتیو کې له انګلیسي کانال څخه تېر شول او بریتانیا ته ننوتل.

دا د بریتانیا او فرانسې ترمنځ له انګلیسي کانال څخه، چې فرانسویان یې مانش کانال بولي، په یوه ورځ د تېرېدونکو پناه غوښتونکو تر ټولو ډېر شمېر دی.

فرانسوي چارواکو اعلان کړی چې دوه کډوال چې غوښتل یې له انګلیسي کانال څخه بریتانیا ته واوړي، مړه شوي دي.

له دې سره د روان کال له پیل راهیسې په دې خطرناکه سمندري لاره کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته ورسېد.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې چې د دوشنبې په ورځ یې خپرې کړې، شاوخوا ۷۰۳ کسان د یکشنبې په ورځ په ۱۱ کوچنیو بېړیو کې د دغه هېواد سواحلو ته رسېدلي دي.

بریتانیا ته په کوچنیو کښتیو کې د غیرقانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی د بریتانیا د جولای د میاشتې د عامو انتخاباتو په کمپاینونو کې یوه توده او اصلي موضوع وه.