د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په اتو ولایتونو کې د سیندونو د اوبو د اندازې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
دغه وزارت پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې کابل، هلمند، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا اوخوست هغه اته ولایتونه دي چې نن سې شنبې او سبا چهارشنبې د سیندونو د اوبو د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو وړاندوینه پهکې شوې ده.
همداراز د هوا پېژندنې اداره وايي چې د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کوي.
سږنیو ورښتونو په افغانستان کې د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.