د سره صلیب نړیواله کمېټه: د ناچاوده ماینونو په چاودنو کې ۳۲۰ افغانان ژوبل یا وژل شوي

ارشیف: په افغانستان کې د ماینونو له کبله ټپیان شوي کسان چې د درملنې په موخه یوه روغتون ته تللي دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۳۲۰ تنه افغانان د ناچاودو وسایلو او ماینونو په چاودنو کې ژوبل یا وژل شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په وینا، په دې کسانو کې ۲۶۵ تنه یې ماشومان دي چې د ټولو قربانیانو څه باندې ۸۲ سلنه کېږي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، ساري ناروغۍ، خوارځواکي، او رواني ستونزې هم د افغانستان د څه باندې ۴۰ کلونو د جګړې ناوړه اغېزې دي چې افغانان ورسره مخامخ دي.