د شپږیزې په نوم د افغانستان د شل اوره کرکټ لیګ پرون دوشنبې د بند امیر ښامارانو او سپینغر پړانګانو په سیالي پیل شو.
دا په تېرو درېیو کلونو کې لومړی ځل دی چې د افغانستان اکثره نامتو لوبغاړي، چې په نړیوالو لیګونو کې لوبېږي، په دې لیګ کې ګډون لري.
خو لا هم راشدخان، چې د سپینغر لوبډلې کپتان دی، دې سیالیو ته ځان نه دی رسولی.
په پرونۍ سیالي کې بند امیر لوبډلې خپله سیاله لوبډله سپینغر په ۱۹ منډو ماتې کړه.
بند امیر ۱۶۰ منډې هدف ټاکلی و، خو سپینغر په شلو اورونو کې ۱۴۸ منډې وکړای شوې.
په دوهمه سیالي کې مس عینک اتلانو د امو نهنګانو لوبډلې ته په ۸ ویکټونو ماته ورکړه.
ټاکل شوې ده چې نن سې شنبې د بوست ساتونکي له سپینغر سره مخامخ شي.