داعش کابل کې د دشت برچي د چاودنې مسووليت ومانه

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل لوېدیځ کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې د کابل په دشت برچي سیمه کې د یک‌شنبې د ورځې چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

دې ډلې په یوه بیان کې ادعا کړې چې، په‌دې برید کې یې ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ تایید کړه چې په‌دې چاودنه کې چې یو مسافر وړونکی موټر یې هدف وګرځاوه، یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

داعش تر دې مخکې هم د کابل په لوېدیځ کې په شیعه‌مېشته سیمو کې د ګڼو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو ادعا کړې چې دا ډله یې ځپلې ده.