شپږيزه ليګ؛ په لومړۍ لوبه کې بند امیر ښامارانو سپین‌غر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شپزيزې ليګ يو انځور له ارشيفه

د شپږیزې کرکټ لیګ په لومړنۍ لوبه کې، بند امیر ښامارانو سپین غر ټیم ته په زړه پورې ماته ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له‌مخې، بند امیر لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې، سپین غر لوبډله هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله او په شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

صدیق اتل د بند امیر لپاره په ۴۶ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه.

که څه هم کرکټ بورډ اعلان کړی و چې راشدخان، رحمن‌الله ګربز او ځینې نور پیژندل شوي لوبغاړي په‌دې سیالیو کې برخه اخلي، خو د وروستیو راپورونو له‌مخې، دا لوبغاړي لا تر اوسه کابل ته نه‌دي رسېدلي.