ډبيلو‌ايف‌پي: پر ځوانانو پانګونه پر راتلونکي پانګونه ده

انځور - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې نن، دوشنبه د اګسټ ۱۲مه، د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې، په افغانستان کې له اووه لکو زیات زده‌کوونکي، نجونې او هلکان هر سهار د ښوونځي ډوډۍ ترلاسه کوي.

دا مرسته له دوی سره په‌دې کې مرسته کوي چې د ښوونځي په زده‌کړو تمرکز وکړي او ښې پایلې ترلاسه کړي.

ملګرو‌ملتونو ویلي دي، ځوانان په ټوله نړۍ کې د بدلون عوامل دي او نړیوالو هدفونو ته په رسېدو کې کلیدي رول لوبوي.

د ځوانانو نړیواله ورځ داسې مهال په نړۍ کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې ځوان نسل، چې د دې هېواد د وګړو یوه لویه برخه جوړوي، د زده‌کړو او کاري فرصتونو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د لګول شویو محدودیتونو له امله، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي او د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړل شوې دي.

په افغانستان کې د ځوانانو لپاره دا پرتې ګڼې ستونزې یو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي چې ځوانان بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپا ته د تګ لاره غوره کړي.