اوکراين کې د زاپوريژيا اټومي بټۍ په يوه برج کې اور لګېدلی

د زاپوريژيا اټومي بټۍ انځور، له ډرون څخه

د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر کنټرول لاندې د زاپوریژیا د اټومي تاسیساتو د یخولو په یوه برج کې پرون اور ولګېد چې مسوولین هغه خطرناک نه بولي.

روسي چارواکو ویلي چې، د اوکراین یو توغندی پر دې تاسیساتو لګېدلی خو کییف دغه ادعا رد کړې ده.

د دې تاسیساتو مسوولینو ویلي، اور لا هم بل دی خو هغه په خوندي توګه د دې تاسیساتو فعالیت له خطر سره نه‌دی مخامخ کړی.

اوکرایني چارواکو ویلي، داسې غیر رسمي معلومات یې ترلاسه کړي چې روسي ځواکونو د دې تاسیساتو د یخولو په برجونو کې د موټرو ګڼو ټایرونو ته اور اچولی دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، د وړانګو شاخصونه د دې اټومي بټۍ لپاره نورمال ښکاري.

پر دغو تاسیساتو روسي ځواکونو د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې ولګه ټینګه کړې ده.