د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د نړۍ په کچه د ښځو له حقونو جدي سرغړونې کړي

کابل کې د طالبانو پر وړاندې د مېرمنو لاريون

د بشري حقونو د څارسازمان "هیومان رایټس واچ" وایي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه جدي سرغړونې رامنځته کړي دي.

دې سازمان پرون یک‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې په‌کې تر شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع شوي.

دغه راز طالبانو د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ حق هم تر پښو لاندې کړی، هغوی یې له ډېرو کارونو څخه راګرځولي، د هغو ښځو خوندیتوب یې له‌منځه وړی چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخامخ دي، روغتیایي خدمتونو ته یې د هغوی د لاس‌رسي په وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي، له سپورټ او ان پارکونو ته یې د هغوی د تلو مخه نیولې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ دغه وضعیت د تبعیض، جلا کولو، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د ګوښه کولو یو بنسټیز سیسټم بللی دی.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، د طالبانو د واکمنۍ په‌دې موده کې افغان ښځې او نجونې په تر ټولو وحشتناکه وضعیت کې ژوند کوي او زیاتوي، د نړۍ ټول هېوادونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د طالبانو له مشرتابه او په افغانستان کې د جدي جرمونو له ټولو مسوولو کسانو سره حساب کتاب کوي.

درې ورځې وروسته د اګسټ پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو درې کاله پوره کېږي، خو واکمني یې تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه پراخې سرغړونې د دې کار یو اساسي خنډ بلل کېږي.