روسي چارواکي: کورسک باندې د اوکرين د بريدونو له امله خلک نورو سيمو ته پناه وړي

روسيه کې د کورسک سرحدي سيمه

یو روسي چارواکی وايي، د روسیې پر سرحدي سیمې کورسک باندې د اوکراین د بریدونو په دوام د دې سیمې خلک له خپلو کورونو تښتي او نورو سیمو ته پناه وړي.

د کورسک والي الیکسي سمیرنوف د یک‌شنبې په ورځ په خپل ټلېګرام چینل کې لیکلي چې، سیمه‌ییزو چارواکو ته یې امر کړی له سیمې څخه د ملکي وګړو د ایستلو پروسه چټکه کړي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي تایید کړه چې هېواد یې د جګړې لمن د روسیې خاورې ته پراخه کړې.

په کورسک کې د اوکراین بریدونه تېره اوونۍ پیل شول چې روسیې پاروونکي وبلل.

دا له روسیې سره د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین تر ټولو ستر پرمختګ دی.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې خپل غیر موجه بریدونه پیل کړل.