د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين: طالبان دې د ښځو د مشروع حقونو په وړاندې له دښمنۍ تېر شي

د نجونو يو ښوونځی، ارشيف

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین د طالبانو د واکمنۍ د درې کلنۍ کېدو په درشل کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

د دغه کمپاین غړو یک‌شنبه په یوه اعلامیه کې چې ازادي راډیو هم ترلاسه کړې، پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو د تعلیم د حق په وړاندې له (بې تفاوتۍ او د ښځو د مشروع حقونو په وړاندې له دوښمنۍ) تېر شي.

دغه کمپاین ټینګار کړی چې طالبانو دری کاله خپلې ژمنې پوره نه‌کړې او د نجونو د ښوونځیو د تړلو لپاره یې کمزوري او نه منونکي دلایل وړاندې کړل.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین چې اکثر په انلاین بڼه خپل فعالیتونه مخته وړي اکثر بهر مېشتي فعالان دي.

د دوی یو دولس کسیزه پلاوی تېر کال له اروپا کابل ته تللی وو او له طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.