په کابل کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل لوېدیځ کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي

په کابل کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته د دې خبرې په تاييد زیاته کړه چې دا چاودنه د کابل ښار لوېدیځ دشت برچي سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي مرسډیز ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

ځدراڼ وویل چې د دوی امنیتي کسان د پېښې ځای ته رسېدلي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

بلخوا پر خواله رسنیو خلکو د پېښې له ځایه د عکسونو او ویډیوګانو په خپرولو ادعا کړې چې دغې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

که څه هم تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو له دې وړاندې د ورته چاودنو په ځانګړې توګه دشت برچي سیمه کې چې اکثریت هزاره وګړي په کې ژوند کوي، د حملو مسووليت داعش یا د اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې منلې دى.