سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې برید؛ پېښه کې څو تنه برسېرن ټپیان شوي

ارشیف: په سوریه کې امریکايي ځواکونه

په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې څو تنه برسېرن ټپیان شوي دي.

د جمعې په ورځ د سوریې شمال ختیځ ښار حسکه ته نژدې په خراب الجیر کې د نړیوال ایتلاف پر یوې اډې د بې پیلوټه الوتکو د برید په اړه په پیل کې ویل شوي وو چې مرګ ژوبلې یې نه دي اړولي، خو رویټرز خبري اژانس نن سهار یکشنبې د یوه امریکایي چارواکي په قول وویل چې یو شمېر امریکایي او ایتلافي پرسونل ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، ځینې پرسونل د لوګي د تنفس کولو له کبله ژوبل شوي او نورو ځایونو ته لېږدول شوي، خو ځینې نور برسېرن ټپیان شوي دي.