ترکیې له څه باندې یوې اوونۍ وروسته پرون پر انسټاګرام ټولنیزه شبکه لګول شوی محدودیت لیرې کړ.
ترکیه وايي، میټا شرکت چې انسټاګرام یې مربوط کېږي د محتوا د لیرې کولو لپاره د انقرې اصول منلي دي.
د ترکیې د ټرانسپورټ او بنسټیزو پروژو وزیر عبدالقادر اورال اوغلو په خپله ایکسپاڼه کې دا خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي چې میټا شرکت د ترکیې د حکومت هغه اصول منلي چې د محتوا د لیرې کولو په باب دي، داسې محتوا چې ترکیه یې مجرمانه ګڼي.
میټا شرکت دا موضوع تایید کړې نه ده.