اوکرایني ځواکونو د روسیې د ګازو یوه زېرمه په نښه کړې

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

اوکرایني چارواکي وايي، اوکرایني ځواکونو په تور سمندرګي کې د روسیې د ګازو یوه زېرمه په نښه کړې ده.

د اوکراین د سمندري ځواکونو ویاند دیمیټرو پلیتینچوک د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین سمندري ځواکونو په تور سمندرګي کې د روسیې د ګازو د استخراج پر یوه پخواني پلټفارم برید کړی او زیان یې وراړولی دی.

د دمیتري پلیټینچوک په وینا، روسي ځواکونو له دې ځایه په جي‌پي‌ایس یا لار پلټونکي سیستمونه کې تېروتنې اچولې څو د ملکي کښتیو حرکت له خطر سره مخامخ کړي.

دا معلومات په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي او مسکو یې تر اوسه په اړه تبصره نه ده کړې.