طالبان: ملا امامان د قرآني علومو د زده‌کړې دنده هم پر غاړه لري

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي چې د جوماتونو ملا امامان پر امامت سربېره خلکو ته د قرآني علومو د زده‌کړې دنده هم پر غاړه لري.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا امان باید د محلي وکیلانو په همغږۍ په خپلو سیمو کې د منکراتو سره د دوی په خبره مبارزه وکړي.

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله اخندزاده په دې وروستیو کې د یوه فرمان په صادرولو سره په ټولو وزارتونو غږ کړی هغه کسان مجازات کړي چې له شرعي عذر پرته د جماعت لمونځ پرېږدي.

دغه فرمان له ټولو دولتي کارکوونکو او مامورینو غوښتي چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره وکړي.

خلک په ځينو سیمو کې شکایتونه درلودل چې د طالبانو د امرباالمعروف وزارت محتسبین په ځینو سیمو کې ډېر زور زیاتی کوي او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي.