د کراچۍ له یوه زندانه شپږ تنه افغانان خوشې شوي

د کراچۍ د یوه زندان څنډه

د پاکستان د کراچۍ له یوه زندانه شپږ تنه افغانان خوشې شول.

دا خبره په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ چې د طالبانو لاس کې ده، پرون کړې.

د بیان په اساس دا کسان د سولجر بازار په سیمه کې د پولیسو په توقیف خونه کې بندیان وو.

پاکستان په دې وروستیو کې یو وار بیا د افغان کډوالو نیولو او له دغه هېواده ایستلو ته زور ورکړی دی.

کراچۍ له هغو ښارونو دی چې سلګونه افغانان په‌کې په میاشتو میاشتو بندیان وو.

پاکستان له تېر نومبر څه باندې شپږ لکه افغانان په جبري توګه له خپلې خاورې ایستلي چې ورسره د افغانستان بشري بحران لا پسې زیات شوی دی.